
ننګرهار کې ۴۶ روغتیايي مرکزونه تړل شوي
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د خوړو او درملو ادارې د څارنې ځانګړي ټیم د چهارشنبې په وروستیو څلورو ورځو کې د دغه ولایت په جلالاباد ښار، کامې، روداتو او چپرهار ولسوالیو کې ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه پلټلي دي.
د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي نن، د لیندۍ ۱۸مه، وویل چې یاد ټیم د دولتي روغتونونو او شخصي کلینیکونو په ګډون بېلابېل روغتیايي مرکزونه ارزولي، او په پایله کې یې ۴۶ مرکزونه د حفظالصحې، مسلکي اصولو، د درملو او خوړو د خوندیتوب او معیاري خدمتونو د نه رعایت له امله تړلي دي.
رحیمي زیاته کړه چې د پلټنې پر مهال ۱۸۰۰ کیلوګرامه تاریختېري او بېکیفیته درمل هم راټول شوي چې ژر به د ګډ کمیسیون له خوا له منځه یوړل شي.
دا راپور په داسې حال کې خپریږي چې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د روغتیايي خدماتو د ټیټې کچې ستونزه لا هم پر ځای ده، او همدا لامل دی چې ګڼ ناروغان د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته د تګ اړ کیږي.



