افغانستانښځې او بشري حقونه

غزني کې طالبانو د یو ښځې په شمول پنځه کسان په دورو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې پنځه کسان، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، د نکاح څخه بهر اړیکو او د شرابو د څښلو په تور، په غزني ولایت کې د شلاق سزا ورکړل شوې ده.

د دې محکمې له‌خوا په یوه خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ، د غویي ۲۸مه (۱۸ د مې) خپره شوې، راغلي چې یاد کسان د غزني ولایت د جاغوري او آب‌بند ولسوالیو کې شلاق وهل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له دغو کسانو دوه تنه هر یو ته دوه کاله او شپږ میاشتې بند او ۳۵ دُرې سزا ورکړل شوې ده. یو بل کس بیا پنځه کاله بند او ۳۹ دُرې ته محکوم شوی دی. همداراز، دوه نور کسان درې کاله بند او له ۱۹ تر ۳۹ دورو پورې محکوم شوي دي.

طالبانو له بیا واکمنیدو ورسته، د شریعت له افراطي تفسیر پر بنسټ، سلګونه کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي او تر اوسه پورې لږ تر لږه لس کسان هم اعدام کړي دي.

نړیوال بشري حقونه بنسټونه او د بشر د حقونو فعالان دا ډول سزاوې د نړیوالو قوانینو خلاف او د انساني کرامت ضد ګڼي او وار وار د دغو سزاوو د بندېدو غوښتنه کړې ده.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button