افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان د حمید فرهادي د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له خوا نیول شوي خبریال، حمید فرهادي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ پرون (چهارشنبه، د غویي ۲۴مه/ ۱۴ د مې) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې فرهادي د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو او له اطلاعات روز ورځپاڼې سره د همکارۍ په تور نیول شوی او په دوه کاله بند محکوم شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان څرګنده کړې چې طالبان فرهادي د ۲۰۲۵ میلادي کال د مارچ پر ۲۸ پرته له کوم وضاحت، له پلچرخي زندان څخه بګرام ته انتقال کړی دی. د راپور له مخې، د فرهادي کورنۍ یوازې کولای شي چې هره میاشت یو ځل د ۳۰ دقیقو لپاره له نوموړي سره ملاقات وکړي.

حمید فرهادي د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې په کابل کې ونیول شو او د سپټمبر پر ۱۹ د طالبانو یوې محکمې دوه کلن بند پرې ولګاوه.

اعلامیه زیاتوي چې فرهادي د اطلاعات روز ورځپاڼې لپاره د ښځو پر زده کړو د بندیز په اړه د راپور خپرولو له امله نیول شوی دی. دغه راز، نوموړی د پلټنو پر مهال له ناوړه چلند سره مخ شوی او اوس په انفرادي خونه کې ساتل کېږي، چې دا چاره یې رواني روغتیا ته جدي زیان رسولی دی.

د بښنې نړیوال سازمان له خپلو پلویانو غوښتي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته لیکونه واستوي او د خبریال فرهادي د خوشې کېدو غوښتنه وکړي.

طالبانو له دوهم ځل واکمنېدو وروسته د رسنیو او خبریالانو فعالیتونه محدود کړي او په وار وار یې خبریالان نیولي او بندیان کړي دي. دغه راز، له بهرنیو رسنیو سره همکاري یې جرم بللې او ګڼ خبریالان یې له همدې امله محاکمه او زنداني کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button