
ملګري ملتونه د پاکستان څخه راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالره بودیجه غوښتې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د افغان راستنېدونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ۴۰۰ میلیونه ډالرو زیاتې بودیجې ته اړتیا لري.
یوناما نن چهارشنبې (۱۷ د غویي/ د مې ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې چې پر فېسبوک خپره شوې، ویلي چې دغه بودیجه د “یوځای غبرګون” تر نوم لاندې د پاکستان څخه د افغان مهاجرو د راستنیدو د بحران د حل لپاره غوښتل شوې ده.
د خپرو شوو جزیاتو له مخې، له دې بودیجې څخه ۶۴ میلیونه ډالر د بیړنیو مرستو لپاره د پولو په تګلارو کې او ۳۵۰ میلیونه ډالر د ۶۰۰ زره راستنېدونکو او له اغېزو سره مخ شویو ټولنو د ژوند د بیا رغونې لپاره ځانګړې شوې ده.
یوناما ټینګار کړی چې دغه پلان د ملګرو ملتونو او غیر دولتي بنسټونو لخوا جوړ شوی او تمرکز یې پر بیړنیو مرستو، منځمهاله ملاتړ، او د راستنېدونکو د پایداره ادغام پیاوړي کولو باندې دی.
یاد سازمان له تمویل کوونکو غوښتي چې نه یوازې د بیړنیو مرستو، بلکې د اوږدمهاله ظرفیتونو په پیاوړتیا کې هم پانګونه وکړي، څو د بېځایه کېدو او بېثباتۍ کړۍ ماته شي.
ملګرو ملتونو همداراز خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو د جبري شړل لړۍ چې د ۲۰۲۵ کال د اپریل له لومړۍ نېټې څخه پیل شوې، تر دسمبر پورې به دوام ولري.