افغانستان

پکتیا او کندز کې طالبانو د یوې ښځې په ګډون څلور کسان، په درو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په کندز او پکتیا ولایتونو کې پر یوې ښځې او درې نارینه‌وو په عام محضر د شلاق حکم تطبیق کړی دی.

د دې محکمې د اعلامیې له مخې، نن (یکشنبې، ۱۴ د غویی / د مې ۴مه) یوه ښځه او یو سړی د کندز ولایت په قلعه‌ذال ولسوالۍ کې د “نامشروع اړیکې” په تور هر یو ته ۳۰ دُرې او یو کال بند سزا ورکړل شوې ده.

همداراز، په یوه جلا اعلامیه کې ویل شوي چې پرون دوه نور نارینه د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د “لواطت” په تور  په عام محضر کې ۳۳ دُرې وهل شوي او هغوی ته هم یو کال بند ورکړل شوی دی.

طالبانو له هغه راهیسې چې بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلي، هره اونۍ د خلکو په وړاندې سزاوې لکه شلاق او اعدامونه عملي کړي دي. تر دې دمه لږ تر لږه ۱۰ کسان د سلګونو خلکو پر وړاندې اعدام شوي دي. 

د بشر حقونو فعالان او بنسټونه دا ډول سزاوې د بشر حقونو او انساني کرامت ښکاره سرغړونه بولي او تل یې د دغو اقداماتو د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button