افغانستان

له پاکستان نه د افغان کډوالو جبري شړنه؛ یونیسف: له تورخم څخه بېرته ستنېدونکو شاوخوا ۲۰ سلنه ماشومان دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې له پاکستان څخه د تورخم له پوله بېرته ستنېدونکو شاوخوا ۲۰ سلنه ماشومان دي، چې ځینې یې پرته له کورنۍ یا سرپرست افغانستان ته داخل شوي دي.

یونیسف نن (یکشنبې، ۱۴د غویی / د مې ۴مه) په یوه راپور کې ویلي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو وضعیت اندېښمنونکی دی او زیاته کړې یې ده چې یوازې د اپریل میاشتې په لومړیو دوه اونیو کې هره ورځ تر ۸ زرو پورې کسان د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

دغه اداره وايي، ډېری بېرته ستنېدونکي کسان ستړي، زیان‌پذیر دي او ژر تر ژره د لومړنیو ژوند اړینو توکو ته اړتیا لري. په ځانګړي ډول هغه ماشومان چې له خپلو کورنیو جلا شوي، له زیات خطر سره مخ دي.

یونیسف ویلي، چې د چین د حکومت په مالي ملاتړ سره یې د بېرته ستنېدونکو لپاره د حفظ‌الصحې بستې وېشلي دي. تر اوسه، له ۵٬۷۰۰ ډېرې حفظ‌الصحې بستې د تورخم په پوله کې کورنیو ته سپارل شوي دي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، دغه بستې ۱۴ ډوله مهم توکي لري، چې پکې صابون، شامپو، د مینځي کېدونکي ناپاکۍ پیډونه، د غاښونو کریم او برس، نوکان‌چین، دستمال او د اوبو د ساتلو لوښي شامل دي. دا توکي د دې لپاره برابر شوي چې کورنۍ د نس‌ناستو او نورو مخنیوی‌کېدونکو ناروغیو څخه خوندي پاتې شي.

همداراز، یونیسف ویلي، چې د فردي حفظ‌الصحې، د لاس وینځلو، د اوبو د خوندیتوب او د حیض د حفظ‌الصحې په اړه د کورنیو لپاره تعلیمي غونډې جوړوي. تر دې دمه، ۴۰ زره کسانو په دغو غونډو کې د تورخم په پوله کې ګډون کړی دی.

پاکستان له اپریل میاشتې راهیسې د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو لړۍ چټکه کړې، او دا لړۍ لا هم روانه ده. نړیوالو بشرپاله بنسټونو خبرداری ورکړی چې ډېر بېرته ستنېدونکي هیڅ امکانات یا وسایل نه لري او سمدستي بشري مرستو ته اړتیا لري.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button