افغانستان

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوال درجه‌بندي؛ افغانستان ۱۷۵م مقام خپل کړی

د مطبوعاتو آزادۍ په تازه نړیوال درجه‌بندي کې چې د «بې پولۍ ژورنالیستانو سازمان» لخوا خپره شوې، افغانستان د نړۍ له ۱۸۰ هېوادونو څخه په ۱۷۵م مقام کې ځاي لري.

د دې درجه‌بندي له مخې، چې نن (جمعه، د غویي ۱۲مه/۲ د می) خپره شوې، افغانستان د ۱۷.۸۸ نومرو په ترلاسه کولو سره د جدول په پای کې د هغو شپږو هېوادونو په ډله کې راغلی چې ایران، سوریه، چین، شمالي کوریا او اریتریا هم پکې شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې ۱۷۸م مقام درلود، یعنې درې درجې پورته راغلی دی.

له بلې خوا، ناروی، استونیا او هالنډ هېوادونه، چې لوړ امتیازونه لري، د رسنیو د آزادۍ په جدول په سر کې ځای لري.

بې پولۍ ژورنالیستانو سازمان ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۱۲ رسنۍ د طالبانو د فشارونو او محدودیتونو له امله تړل شوې دي. دغه سازمان ټینګار کوي چې اقتصادي فشارونه، د سانسور او سیاسي ګواښونو تر څنګ، د رسنیو وضعیت لا خراب کړی دی.

د راپور له مخې، د رسنیو د آزادۍ په نړیوال درجه‌بندي کې اقتصادي وضعیت بحراني بلل شوی او دا لومړی ځل دی چې دا وضعیت د «سختو حالاتو» په کټګورۍ کې شامل شوی دی.

په افغانستان کې، د طالبانو له واکمنۍ وروسته، پرته له مستقیمو محدودیتونو لکه سانسور، د خبریالانو نیول او سخت قوانین، اقتصادي بحران هم د هېواد د نیمايي رسنیو د بندېدو لامل شوی دی.

همدارنګه، د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» د قوانینو له امله، شاوخوا نیمايي ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو انځورونه خپرول بند شوي او زیات شمېر تصویري رسنۍ تړل شوي دي.

د بې پولۍ ژورنالیستانو سازمان مخکې هم افغانستان د خبریالانو لپاره یو له مرګ‌بارو هېوادونو ګڼلی و. دا هېواد چې په ۲۰۱۵ کال کې د مطبوعاتو د آزادۍ په جدول کې ۱۲۲م مقام درلود، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د جدول په پای کې راغورځېدلی دی.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button