افغانستان

طالبانو د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې نېټه اعلان کړه

د طالبانو تر مدیریت لاندې د ازموینو ادارې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د سراسري کانکور ازموینې نېټه اعلان کړې ده.

د دې ادارې چارواکو نن (یکشنبې، د غویي ۷مه/ ۲۷ د اپرېل) د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د ۱۴۰۴ کال سراسري کانکور ازموینه به د غبرګولي له ۷مې پيل شي او تر چنګاښ ۲۰مې پورې به په پنځو پړاوونو کې ترسره شي.

د ازموینو د ادارې د مسئولینو په وینا، په لومړي پړاو کې به د غبرګولي له ۷مې تر ۹مې پورې د میدان وردګو، لوګر، پروان، پنجشیر، کاپیسا، غزني، پکتیکا، بغلان، غور، بامیان او دایکندي ولایتونو څخه د لوړو زده کړو داوطلبان ازموینه ورکړي.

په دویم پړاو کې به د غبرګولي له ۲۸مې تر ۳۰مې پورې د ننګرهار، کندهار، نیمروز، پکتیا، نورستان، لغمان، هلمند، زابل، کنړ، خوست، فراه او ارزګان ولایتونو داوطلبان ازموینه ورکړي.

دریېم پړاو به د چنګاښ له ۴مې تر ۶مې پورې د تخار، جوزجان، بادغیس، کندز، سرپل، هرات، بلخ، فاریاب، سمنگان او بدخشان ولایتونو کې ترسره شي.

په څلورم پړاو کې به د چنګاښ په ۱۳مه د کابل ولایت داوطلبان ازموینه ورکړي.

پنځم پړاو چې د چنګاښ په ۲۰مه ترسره کېږي، د دینی مدرسو داوطلبانو، خصوصي ښوونځیو زده‌کوونکو، د ولایتونو نه‌حاضرو، له هېواده بهر فارغ شویو او شپېني ښوونځي پای ته رسوونکو لپاره ځانګړی شوی دی.

د ازموینو ادارې رئیس، عبدالباقي حقاني په دغه غونډه کې وویل چې د سږکال د کانکور پوښتنې د طالبانو د پوهني وزارت له نصاب او معیارونو سره سمې، او په پښتو، فارسي، عربي او انګلیسي ژبو برابرې شوې دي. هغه زیاته کړه: «د دې ازموینې د منظم او شفاف ترسره کېدو لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.»

خو د طالبانو چارواکو د نجونو د ګډون په اړه څه نه دي ویلي. وروسته له دې چې طالبانو واک ته ورسېدل، نجونو ته د کانکور ازموینې په لومړي کال کې د ګډون اجازه ورکړل شوه، خو وروسته د لوړو زده کړو مخه ونیول شوه. که چېرې سږ کال هم نجونو ته د ګډون اجازه ورنکړل شي، نو دا به درېیم ځل وي چې سراسري کانکور د نجونو له ګډون پرته ترسره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button