افغانستان

کندهار کې يو ملا امام وژل شوی

له کندهار څخه منابع وایې، د دغه ولایت د خاکرېز ولسوالۍ د زیل اباد په سیمه کې د برمو د مسجد یو ملا امام چې شاغاسي نوم په ډزو وژل شوی.

د منابع په خبره دغه ملا امام د چهار شنبې(د غویي ۳مه/ ۲۳ د اپریل) د ماخستن لمانځه وروسته کورته تلی،چې د موټر سپرو لخوا چې د طالبانو یونیفرم یې په تن وو وژل شو.

منابع زیاتوې تر اوسه یې لا هم اړه پوره معلومات نشته چې یاد ملا امام د چا لخوا وژل شوی.

په هيواد کې اکثره وخت مرموزې وژنې کېږې خو په اړه یې هيڅ ډله مسئولیت نه‌منې او طالبانو هم دقیق معلومات نه ورکوې.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button