Uncategorizedافغانستان

بامیان کې رسنیو د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرولو منع شول

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د بامیان ولایت رسنیو د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو څخه منع شوي دی.

یاد مرکز نن (سې شنبه، د غویي ۲مه /۲۲ د اپرېل) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په بامیان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په یوه رسمي لیک کې د دې ولایت ادارو ته امر کړې چې د ژوندیو موجوداتو انځور اخیستل او خپرول منع دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، دوی د دغه لیک یوه کاپي لیدلې چې د طالبانو د بامیان والي، مولوي عبدالله سرحدي، لاسلیک کړې ده او پکې ټینګار شوی چې هېڅ یوه سیمه‌ییزه اداره اجازه نه لري چې د خلکو انځورونه د غونډو او رسمي پروګرامونو پر مهال ثبت یا خپاره کړي. د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.

د بامیان دوه ځایي سرچینو هم دغه مرکز ته تایید کړې چې دغه لیک په وروستیو ورځو کې بېلابېلو ادارو ته استول شوی او اوس مهال عملي کېږي. د دې حکم له مخې، ادارې یوازې کولای شي خپلې راپورونه لیکلي یا غږیز ډول، بې له انځورونو، وړاندې کړي.

د دې پرېکړې له امله، د افغانستان د خبریالانو مرکز خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې چې که دا بندیزونه په نور ولایتونه هم پراخه شي، دا به د بیان له آزادۍ او د افغانستان د عامه رسنیو له قانون سره په ټکر کې وي، او ښایي دا کار د خبریالانو بې‌روزګارۍ او د رسنیو د بندېدو سبب شي.

د دغه مرکز د موندنو له مخې، له هغه وخته چې د امر بالمعروف قانون د ۱۴۰۳ کال د زمري په میاشت کې پلی شوی، تر اوسه په لږ تر لږه ۱۵ ولایتونو کې دا بندیزونه اجرا شوي دي.

د امر بالمعروف پر قانون د پراخو نیوکو سره سره، د طالبانو مشر، ملا هبت‌الله اخندزاده، لا هم پر دې قانون د بشپړ تطبیق ټینګار کوي او غواړي چې د هېواد په کچه د تطبیق کمیټې جوړې شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالب چارواکو غوښتي چې له دې پرېکړې بیاکتنه وکړي او د محدودوونکو امرونو د لغو کولو له لارې، رسنیو ته د هېواد د رسنیو د قانون مطابق د فعالیت زمینه برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button