
یوناما د افغانستان د چاپېریال ساتنې غوښتنه کړې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي دفتر(یوناما) د «ځمکې د نړیوالې ورځې» په مناسبت د افغانستان د چاپېریال ساتنې غوښتنه کړې.
د یوناما په خپل تازه اعلامیه کې، چې نن (سېشنبه، ۲ د غویي) د فېسبوک له لارې خپره شوه، د افغانستان د چاپېریال د وضعیت په اړه جدي اندېښنې څرګندې کړی دي.
یوناما ویلي دي چې ناپایداره تګلارې، ککړتیا، او د عمومي پوهاوي نشتون په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې بهیر ګړندی کړی.
د دې دفتر په وینا، له کلونو راهیسې د ځنګلونو غوڅېدنې له امله د افغانستان طبیعي پوښښ له منځه تللی دی، چې د چاپېریال وضعیت یې خراب کړی دی.
یوناما په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی دی چې افغانستان د اقليمي بدلونونو له ګڼو سختو ننګونو سره مخ دی. په دې هیواد کې سیندونه او څاوې د وچکالو له کبله په وچېدو دي، او د اوبو کمښت په یوه ملي ستونزه بدل شوی دی.
د یوناما خپره شوې پیغام کې یادونه شوې چې د ګرمۍ زیاتوالی، اوږدې وچکالۍ، او د چاپېریال فشارونه په ټوله افغانستان کې د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی. دغه پیغام د زلزلې او سیلاب په څېر طبیعي ناورینونه هم یادوي چې د خلکو ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.
یوناما د دغو چاپېریالي ننګونو په اړه وویل چې دا وضعیت د کروندګرو په ژوند فشار راوستی دی، فقر یې زیات کړی، او د ایکوسیستم د تخریب سبب شوی دی.
د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي دفتر ټینګار کړی چې اوس تر بل هر وخت اړتیا ده چې د ځنګلونو بیا رغونه، اوبیزې سرچینې په ښه ډول مدیریت او د اقلیم د بدلون پر وړاندې حل لارې وموندل شي.
د یوناما له خلکو غوښتي چې د چاپېریال په ساتنه کې خپل رول ادا کړي، او د ونو کرلو او پلاستیکي موادو په کم استعمال سره د هیواد د چاپېریال د ساتنې لپاره ګامونه پورته کړي. یوناما د افغانستان د چاپېریال ساتنه د خلکو او راتلونکو نسلونو د خوندي کولو په لور یو اړین ګام ګڼي.