افغانستان

بدخشان کې ماین چاودنه؛ درې ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي

بدخشان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ وایي، چې د جګړې نه پاتې ماین د زیباک ولسوالۍ کې چاودېدلی، چې له امله یې درې ماشومان وژل شوي او درې نور ماشومان سخت ټپیان شوي دي.

دغه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پېښه نن جمعه (۲۹ د وري/د اپریل ۱۸مه) سهار شاوخوا ۱۱ بجې د یادې ولسوالۍ په «تیزاب» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، ماین هغه مهال چاودېدلی، چې ماشومان د سبزیو راټولولو بوخت وو.

د امنیې قوماندانۍ په وینا، وژل شوي ماشومان دوه نجونې او یو هلک دي، چې عمرونه یې د ۹ او ۱۴ کلونو ترمنځ دي، او ټپیانې هم درې نجونې دي، چې عمرونه یې د ۱۰ او ۱۴ کلونو ترمنځ دي.

ماینونه او ناچاودې مهمات لا هم د ولسي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، لپاره یوه مرګونې لامل ده. د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ۲۰۲۴ میلادي کال د شمېرو له مخې، ۵۶۴ تنه، چې ۴۳۴ یې ماشومان دي، د دې ډول چاودنو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر ولکې لاندې د طبیعي پېښو د رسیدګۍ اداره وايي، چې لا هم د افغانستان شاوخوا ۱۱۵۰ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو سره ککړه ده.

ملګري ملتونه وایي، چې ۳.۳ میلیونه کسان د ماینونو او ناچاودو مهماتو له ککړو سیمو څخه یوه کیلومتره واټن کې ژوند کوي.

دغه سازمان د روان میلادي کال لپاره د ماین پاکۍ د پروګرامونو دوام ته ۲۱.۹ میلیونه ډالره بودیجه غوښتې، خو د امریکا د مرستو ځنډېدل او د نړیوالو ملاتړو کمېدل، دا هڅه له جدي ستونزو سره مخ کړې ده.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button