
د افغانستان خبریالانو مرکز له طالبانو څخه د بندی شویو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
د افغانستان خبریالانو مرکز د طالبانو لهخوا د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د دوامداره نیولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او د هغوی د بېقید او شرطه سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
دغه مرکز په خپله وروستۍ تازه راپور کې ویلي چې سید راشد کاشفی، چې یو خپلواک خبریال دی، د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۵مه/ ۱۴ د اپرېل) د طالبانو استخباراتو له خوا په کابل کې نیول شوی او مسلکي تجهیزات یې ترې ضبط شوي دي.
د خبریالانو مرکز په وینا، د طالبانو استخباراتو سید راشد کاشفی د له هېواد څخه بهر فعاله رسنیو سره د همکارۍ په تور نیولی دی.
یوه باخبره سرچینه د افغانستان د خبریالانو مرکز ته تایید کړې چې تر دې مخکې، د تېر کال د کپ په ۲۵مه (۱۶د مارچ)، د کاشفی کاري وسایل چې پکې ریکار، کمره او موبایل شامل وو، د طالبانو له خوا ضبط شوي وو.
دغه سرچینه وایي، کاشفی تر نیونې مخکې څو ځله د طالبانو له خوا د خپلو وسایلو د تر لاسه کولو لپاره د مطبوعاتو څانګې ته احضار شوی و، خو له نیونې د وېرې له امله یې دغه غوښتنو ته ځواب نه و ویلی.
دغه بنسټ د کاشفی او نورو خبریالانو نیول غندلي او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې ټول بندی خبریالان دې پرته له کوم شرط څخه خوشې کړي. د دې مرکز د معلوماتو له مخې، دا مهال ۱۰ تنه خبریالان او رسنیز کارکوونکي د طالبانو په بند کې دي یا هم د حبس موده تېروي. له دې ډلې، شپږ تنه د طالبانو د محکمو له خوا له اوو میاشتو تر درې کلونو پورې بند ته محکوم شوي دي.
طالبانو له ۱۴۰۰ کال راهیسې، د بیا واکمنیدو وروسته، رسنیو ته ګڼ شمېر محدودیتونه وضع کړي، چې پکې د دې ډلې د چارواکو له اجازې پرته د مطالبو خپرول، په تلویزیونونو کې د سیاسي بحثونو ژوندۍ خپرونې بندول، په ځینو ولایتونو کې د ښځو د غږ خپرولو بندیز او د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرولو بندیز شامل دي چې د امر بالمعروف تر قانون لاندې تر ۱۴ ولایتونو پورې پراخ شوی دی. د دغو محدودیتونو له امله لسګونه رسنۍ تړل شوې او سلګونه خبریالان اړ شوي چې له هېواده ووځي.
هغه لږ شمېر خبریالان چې لا هم په هېواد کې کار کوي، که د طالبانو له لوری ټاکل شوي شرایط او محدودیتونه ونه مني، یا له هغو رسنیو سره همکاري وکړي چې له هېواده بهر فعالیت کوي او د طالبانو تر کنټرول لاندې نه دي، د دې ډلې د استخباراتو له لوري نیول کېږي او شکنجه کېږي.