افغانستان

د روغتیا نړيوال سازمان د افغانستان د خلکو ۱۰ سلنه د روغتیایي خدمتونو نه محرومېدو په اړه خبرداری ورکړی دی

د روغتیا نړيوال سازمان (WHO) ويلي، که بهرني مرستې همداسې بندې پاتې شي، نو د روان ميلادي کال تر پایه، شاوخوا ۱۰ سلنه د افغانستان خلک به له روغتیایي خدمتونو بې‌برخې شي.

په افغانستان کې د روغتیا نړيوال سازمان مشر، ادوین سنیزا سالوادور، ويلي چې د دې هېواد روغتیایي سیستم په «ډېره نازکه» وضعيت کې قرار لري.

هغه زیاته کړې: «که اوسني ننګونې حل نه شي، د دنگي، ملاريا او توبرکلوز په څېر ساري ناروغۍ به خپرې شي او د واکسیناسیون پوښښ به هم په ډېره کچه کم شي.»

یاد سازمان ويلي چې تر دې دمه ۳۶۴ روغتیایي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله تړل شوي، چې له امله یې درې میلیونه خلک له روغتیايي خدماتو بې‌برخې شوي دي.

د روغتیا نړيوال سازمان دا هم ويلي چې له ۲۲۰ څخه ډېر نور روغتیايي مرکزونه هم د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.

دا پیچلي وضعیت وروسته له هغه زیات شوی، چې د امریکا پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، پرېکړه وکړه چې له روغتیا نړيوال سازمان څخه به ووځي او خپلې مرستې به بندې کړي؛ داسې مرستې چې افغانستان ته یې تر ټولو ډېر ملاتړ کاوه.

د افغانستان روغتیایي سیستم له ډېرو کلونو راهیسې په ځانګړي ډول په لیرې پرتو سیمو کې، د بهرنیو مرستو پورې تړلی و. خو د نړیوالو مرستو کمېدو، او د سیاسي او اقتصادي بحرانونو زیاتېدو، د درملنیزو مرکزونو مالي سرچینې او تجهیزات سخت اغېزمن کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button