
غور کې طالبانو دوه کسان په درو وهلي دي
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په غور ولایت د پسابند ولسوالۍ یې دوه سړي په عام محضر کې د دُرې سزا ورکړې دي.
یادې محکمې نن (دوشنبه، د وري ۲۵مه / ۱۴ د اپرېل) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا دوه تنه د “لواطت” په تور په عامه محضر کې په دُرې وهل شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې پر هر یو کس ته ۱۵ دُرې وهل شوې او هغوی ته د دوو ورځو تر یو میاشتې پورې د بند سزا هم ورکړل شوې ده.
د طالبانو سترې محکمې په اعلامیه کې د دغو کسانو هویت نه دی څرګند کړی.
دا په وروستیو دوو ورځو کې دویم راپور دی. پرون هم طالبانو دوه نور کسان په فاریاب ولایت کې د الکولي مشروباتو او نشهيي توکو د انتقال او پلورلو په تور په عم محضر کې دُرې وهلي وو.
طالبان د ۱۴۰۰کال د واک ته راستنیدو وروسته، د علني سزاوې لکه دُرې او اعدام زیاتې کړي دي. تر دې دمه، دې ډلې لس کسان اعدام کړي او سلګونه نور یې هره ورځ په بېلابېلو سیمو کې دُرې وهلي دي.
د بشري حقونو ادارو دا ډول سزاوې د انسان د بنسټیزو حقونو خلاف بللي او څو ځله یې د دغو سزاوو د ژر تر ژره درولو غوښتنه کړې ده.