افغانستان

یوناما: د پاکستان ضرب‌الاجل د پای ته رسیدو وروسته د افغان کډوالو جبري راستنیدل زیات شوي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی (یوناما)  وایي چې د پاکستان حکومت لخوا افغانانو ته په خپله خوښه د تللو یا جبري ایستلو ضرب‌الاجل څخه وروسته، له دغه هېواد څخه د جبري ستنیدو د کچې زیاتوالی ثبت کړی دی.

یوناما نن (چهارشنبه ۲۰ د وری/ د اپریل ۹مه ) په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان نه د ۸ زره نه زیاتو افغانانو چې د اقامت سند نه لري، جبري راستنیدل شوي دي.

یوناما لیکلي: «په تېرو دوو ورځو کې ۸,۰۲۵ افغانان چې د اقامت سند نه لري یا د موقتي پېژندنې کارت (ای.سی.سی) لري، د تورخم او سپین بولدک په سرحدي دروازو له لارې افغانستان ته راستنول شوي دي.»

یوناما وایي، نړیوال کډوالې سازمان (آی.او.ام) او د دې سازمان شریکانو تر اوسه ۲,۶۱۴ کسانو ته په بیړني استوګنې، اوبو، خواړه او صحي خدماتو کې مرسته کړې ده.

دا راستنیدل د دې تر شا زیات شوي چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱ نیټې پورې د افغانستان د هغو وګړو ته چې د قانوني اقامت اجازه نه لري، خبرداری ورکړی و چې باید د دې هېواد خاوره پریږدي یا به د جبري شړل سره مخ شي.

په ۱۴۰۰ کال کې د جمهوري حکومت د سقوط وروسته، ګڼ شمېر د پخواني حکومت کارکوونکي، د مدني ټولنې فعالان، بشري حقونو مدافعین، خبریالان او نور هغو ډلو چې د طالبانو له لوري د انتقام ګواښ سره مخامخ و، پاکستان ته پناه وړې وه.

څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپوهانو په ګډون د ریچارد بنت، د دې سازمان د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی راپورچې، له پاکستان غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو جبري شړل دې وځنډوي ځکه چې هغوی په افغانستان کې له ګواښونو سره مخ دي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button