افغانستان

د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو بندیز لسو ولایتونو ته ورسېد

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې سیمه‌ییزو رسنیو ته د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز اعلان کړی دی.

دې مرکز نن (چهارشنبه ۸ د وری/ د مارچ ۲۸مه) په یوه بیان کې ویلي دي چې د امر بالمعروف وزارت کارکوونکو د دې درو ولایتونو د رسنیو مسوولینو ته امر کړی چې د امر بالمعروف قانون د اوولسمې مادې له مخې، د هر ډول ساه لرونکي موجوداتو انځورونه خپاره کولو نه ډډه وکړي.

دا قانو په تېر کال د زمری میاشتې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده لخوا تصویب شوې وه.

له دې امر سره سم، اوس مهال د هغو ولایتونو شمېر چې پکې د انځورونو خپرول بندیز لګېدلی، ۱۰ ته رسېدلی دی. مخکې له دې په هلمند، کندهار، فراه، نورستان، تخار، بادغیس او ننګرهار کې دغه بندیز عملي شوی و.

د خبریالانو مکرز راپور وايي چې د دې قانون د تطبیق له امله، په ځینو ولایتونو کې د سیمه‌ییزو تلویزیوني خپرونو فعالیت، په ځانګړې توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې دولتي رسنۍ، محدود شوی دی. په کابل کې هم د طالبانو ځینې وزارتونه او دولتي ادارې د خپلو چارواکو او غړو د انځورونو خپرول منع کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو بندیز باندې خواشیني ښودلې او ویلي دي چې د دې بندیز له امله، تلویزیونونه او راډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو د پام وړ فعالیت لری، له محدودیتونو سره مخ کیږي.

یاد مرکز له طالبانو څخه غوښتنه کړې دی چې د دې بندیز پر پلي کولو له سره غور وکړي او د ټولنیزو رسنیو قانون سره سم د رسنیو فعالیتونو ته اجازه ورکړي، ترڅو خبریالان په ازاده توګه کار وکړي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button