
بلخ کې د طالبانو وهلو ډبولو له امله یو ځوان سا ورکړه
د بلخ ولایت باوري سرچینې وايي چې طالبانو د دې ولایت په مرکز مزارشریف کې د ایران قونسلګرۍ مخې ته څو کسان وهلي ډبولي دي، چې له ډلې یې یو ځوان مړ شوی دی.
سرچینو ته په اشاره، مړ شوی ځوان عطاءالله نومېده او د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ د «چغاتک» کلي اوسېدونکی و. د سرچینو په وینا، عطاءالله پرون (شنبه، ۱۸ د کب/د مارچ ۸مه) په مزارشریف ښار کې د ایران قونسلګرۍ مخې ته وهل شوی و، چې لومړی ټپي شوی و، خو وروسته یې په روغتون کې ژوند بایللی دی.
د سرچینو په خبره، عطاءالله د ایران ویزې د ترلاسه کولو په لټه کې و. دوی زیاتوي چې طالب ځواکونو پرون هغه کسان وهلي ټکولي دي چې د ایران قونسلګرۍ مخې ته د ویزې ترلاسه کولو په موخه راټول شوي وو.
د سرچینو په وینا، د وهل شویو کسانو په منځ کې د شپږو کسانو روغتیايي حالت خورا نازک دی او دا مهال تر درملنې لاندې دي.
په بلخ کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د پېښې په اړه هېڅ رسمي توضیحات نه دي ورکړي.