افغانستان

په  کور اوښار جوړولو وزارت کې ځانمرګی برید یوه مړه او درې زخمیان پرېښودل

سرچینې د کابل په پلازمینه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د کور او ښار جوړولو وزارت کې د یوې چاودنې پېښې خبر ورکړی. د طالبانو د ښار جوړولو وزارت دغه برید ځانمرګی بللی او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې یو کس مړ او درې نور زخمی شوي دي.

محمد کمال افغان، د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند، د طلوع نیوز شبکې ته ویلي چې یوه ځانمرګی بریدګر د پنجشنبې ورځ سهار، د سلواغې۲۵ مه (۱۳ د فبروري)، د ښار جوړولو وزارت ته د ننوتلو پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوی دی.

ښاغلې افغان ویلي چې د دې چاودنې په پایله کې یو کس مړ او درې نور زخمیان شوي دي.

تر اوسه پورې د دې برید مسؤلیت کوم شخص یا ګروپ په غاړه نه دی اخیستی.

دا برید په داسې حال کې شوی چې د دوشنبې ورځ، د  سلواغې۲۳مه (۱۱ د فبروري)، یو ځانمرګی بریدګر په کندوز ښار کې د طالبانو ځواکونو هدف قرار وګرځول، په دې پېښه کې د کندوز د پولیسو ویاند په وینا، پنځه کسان مړه او اووه نور زخمیان شوي دي.

ځینو سیمه ییزو سرچینو د دې پېښې د قربانیانو شمېر ۱۸ کسان ښودلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button