افغانستان

په فراه ولایت کې د ماین چاودنه دوه کسان وژلي او درې نور ټپیان کړي دي

په فراه ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکي وايي چې د دې ولایت په قلعه‌گاه ولسوالۍ د ماین په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

محمد اسماعیل زاهد، د شیخ ابونصر فراهی بندر کمېسار، ویلي دي، چې دا چاودنه نن دوشنبې، د سلواغې ۲۲مه (۱۰ د فبروري) د شیخ ابونصر فراهی بندر د لارې پر سر د فراه ولایت په قلعه‌گاه ولسوالۍ کې شوي دي.

زاهد زیاتوي چې چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې دغه کسانو په یوه موټر کې د فراه لویدیځ لور ته روان و چې د جګړې له پاته ماین سره یې ټکر وکړ.

هغه وویل چې دوه کسان د موټر په ځای کې ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

افغانستان د څو کلونو جګړو له امله د ماینونو او ناتارو مهماتو په برخه کې یوه له تر ټولو ککړو سیمو څخه ګڼل کېږي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي اداره، اوچا، ویلي دي چې ۳.۳ میلیونه کسان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ماینونو او ناتارو مهماتو له پلوه ککړ دي، او هره میاشت په اوسط ډول ۵۵ کسان د ماینونو او ناتارو مهماتو د چاودنې له امله وژل کېږي، چې له دې ډلې ۸۰٪ قربانیان ماشومان دي.

اوچا ویلي دي چې د ماین پاکۍ د فعالیتونو د دوام لپاره په افغانستان کې د روان کال لپاره ۲۱.۹ میلیونه ډالر اړتیا دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د ناروې د بشري مرستو موسسه، چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ په برخه فعالیت کاوه، د امریکا د بهرنیو مرستو په بندیدو سره خپل فعالیتونه وځنډول.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button