افغانستان

د طالبانو ویاند: د دولتي کارکوونکو د مرغومی میاشتې معاشونه سبا ورکړل کیږي

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، ویلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي ادارو د کارکوونکو د مرغومی میاشتې معاشونه سر له سبا شنبه، د سلواغې ۲۰مه (۸ د فبروري) پیل کیږي.

مجاهد نن جمعه، د سلواغې ۱۹مه (۷ د فبروري) په ایکس ټولنیز شبکې کې پوسټ کړی چې د معاشونو ورکول به د یوې ټاکلې مهالویش سره سم ترسره شي او دا به پروسه څلور ورځې وخت ونیسي.

خو، دا پیسې د پام وړ ځنډ سره مخ شوي دي. پخوا د دولتي کارکوونکو معاشونه عموماً د هرې میاشتې د پای څخه ۱۰ ورځې مخکې ورکول کیدل، خو اوس طالبان نه یوازې د مرغومی میاشتې معاشونه ځنډوي، بلکې ځینې کارکوونکي، لکه ښوونکي، لا هم د لیندۍ میاشتې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

تر اوسه طالبانو د دې ځنډونو په اړه توضیحات نه دي ورکړي. په همدې حال کې بانکونه هم د نقدو پیسو له کموالي سره مخ دي، چې ښایي دا موضوع د معاشونو په ځنډولو کې مرسته کړې وي.

دا ځنډونه د دولتي کارکوونکو په منځ کې اندیښنې رامنځته کړي دي، په ځانګړي توګه په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ دی او ډیرې کورنۍ په همدي میاشتني معاشونو پورې تړلې دي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button