افغانستان

پخوانی پولیس قومندان په کندهار کې ووژل شو

په کندهار کې ځايي سرچینې راپور ورکوي چې طالبانو په دغه ولایت کې د ارغنداب ولسوالۍ،  د پخواني حکومت د محلي پولیسو یو قومندان وژلی دی.

د دې سرچینو له مخې، طالبانو د پخواني نظامي افسر د تیره شپې ( دشنبې شپه، د سلواغې ۱۳مه/ ۱ د فبروري) د ارغنداب ولسوالۍ په “میانجوي” سیمه کې وژلی دی.

راپورونه ښيي چې وژل شوی کس د پخواني حکومت د محلي پولیسو یو مهم قومندان و چې د طالبانو د واک ته رسېدو څخه راپدېخوا په کور کې ناست و.

له بلې خوا، ملا اسدالله جمشید، د طالبانو د پولیسو ویاند په کندهار کې، وايي چې پرون (د سلواغې ۱۳مه/ ۱ د فبروري) د ارغنداب ولسوالۍ په میانجوي سیمه کې د طالبانو ځواکونو او “یو مسلح کس” ترمنځ جګړه شوې ده، چې په پایله کې یو کس وژل شوی او بل نیول شوی دی.

هغه د وژل شوي کس د هویت په اړه نورې تفصیلات نه دي ورکړي.

له هغه وخته چې طالبانو پر افغانستان واک ترلاسه کړ، که څه هم د دې ډلې مشر د پخواني حکومت د نظامي پرسونل لپاره عمومي بښنه اعلان کړې ده، خو بیا هم د پخوانيو نظامیانو هدفي وژنې او نیول دوام لري.

په ډېرو مواردو کې طالبان د دې وژنو مسوول ګڼل کېږي، خو دوی بیا ادعا کوي چې د خپل مشر د عمومي بښنې فرمان ته ژمن دي.

دا پېښې د افغانستان کې د پخوانيو نظامیانو د امنیت او وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button