
په پنجشیر او ننگرهار ولایتونو کې دوه ښځې او څلور سړي د طالبانو له لوري شلاق ووهل شول
د پنجشیر او ننگرهار په ولایتونو کې دوه ښځې او څلور سړي د طالبانو له لوري شلاق ووهل شول. دغه کسان د غیر شرعي اړیکو او د نشه یی توکو د قاچاق په جرم محکوم شوي دي.
پنجشیر کې ځايي سرچینې خبر کوي چې نن چهارشنبې دسلواغې ۱۰مه (۲۹ د جنوري) یو ښځه او یو سړی د غیر شرعي اړیکو په جرم او یو سړی د نشه یی توکو د قاچاق په جرم د محکمې د حکم سره سم په دغه ولایت د مرکزي لوبغالي په میدان کې شلاق ووهل شول.
د سرچینو په وینا، دغه حکم په ډاګه د لسګونو کسانو د حضور په وړاندې تطبیق شوي دي.
همدارنګه د طالبانو ستره محکمه اعلان کړی چې په ننگرهار ولایت د ګوزکنر ولسوالۍ کې دوه سړي او یوه ښځه د غیر شرعي اړیکو په جرم د شلاق حکم تطبیق شوی دي. د طالبانو ستره محکمه د دغه حکم د تطبیق نېټه د دوشنبې په ورځ کې دسلواغې ۸ مه (۲۷ د جنوري) اعلان کړه او زیاته یې کړه چې دغه حکم د طالبانو د ابتدائیې محکمې لخوا صادر شوی او د خلکو په حضور کې تطبیق شوی دی.
له طالبانو د واکمنیدو وروسته، د هېواد ستډیومونو د جسماني مجازات او اعدام لپاره ځایونو ته بدلېدلي دي. د بشر حقونه نړيوال بنسټونه دا ډول مجازات د نړیوالو قوانینو او انساني کرامت خلاف ګڼي او باربار یې د دې بندولو غوښتنه کړې ده.