افغانستان

په خوست ولايت کې د ناپېژندل شویو وسلوالو په برید کې د یوې کورنۍ لس غړي ووژل شول

په خوست ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکي وايي چې د یوې کورنۍ لس غړي، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، د ناپېژندل شویو وسلوالو په برید کې وژل شوي دي.

مستغفر گربز، د خوست ولایت د طالبانو والی ویاند نن چهارشنبې، د سلواغې ۱۰مه (۲۹ د جنوري) په ایکس په یو پوسټ کې وايي چې دا ډله‌ای وژنه د سه‌شنبې شپه (سلواغې ۹ مه/ ۲۸ د جنوري) شاوخوا ۹ بجو په «بوخانه» سیمه کې د علي شیر ولسوالۍ کې ترسره شوې ده.

د طالبانو دغه چارواکي په بل پوسټ کې زیاته کړې ده چې د دې پیښې په اړه دوه مشکوک کسان نیولي دي.

تر اوسه د طالبانو له خوا د دې پیښې د علت په اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو د واکمنیدو وروسته، د قانون د حاکمیت نشتوالي له امله په ټول هېواد کې د مرموزو وژنو مواردو کې زیاتوالی راغلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button