افغانستانراپورونه

د یوه مدني فعال مړینې د طالبانو له بند وروسته؛ حقیقت څه دی؟

حمزه الفت، یوه مدني فعال چې درې میاشتې وړاندې د طالبانو له بند څخه خوشی شوی و، درې ورځې وړاندې په یو مشکوک ډول وفات شو. رسنیو د هغه د مړینې په اړه بیلابیل راپورونه خپاره کړي دي. تحول له معتبره محلي سرچینو سره د خبرو وروسته معلومه کړه چې د دې مدني فعال رواني او بدني صحت ستونزې درلودې او هغه په دایکندۍ ولایت کې خپل کور کې وفات شوی دی.

حمزه په ۱۴۰۱ کال کې د سلواغې ۲۰مه د طالبانو د استخباراتو لخوا په کابل کې له خپل کور څخه چې په “جاغوریګانو شهرک” د کابل د ۱۳می امنیتي حوزه کې موقعیت درلود، نیول شوی و. طالبان هغه درې میاشتې وړاندې له ۱۹ میاشتو بند وروسته خوشي کړی و.

د الفت یوه نژدې دوست ویلي چې هغه یې له بند وروسته په ایران کې ملاقات کړی و او د الفت رواني حالت ښه نه و. د یادې سرچینې په وینا: “د هغه روحي حالت ډېر ضعیف و، کله چې مې پوښتنه وکړه چې څه شوي؟ ژور ساه واخیسته او چوپه خوله شو، ځواب یې نه ورکړ.”

ویل کېږي چې طالبان حمزه په زندان کې په ډیر ظلم شکنجه کړی و، او د هغه د مرګ لامل هم د همدې جسماني او رواني شکنجو پایله وه. د الفت دوستان او کسان چې ورسره اړیکه درلودله په دې اړه زیات معلومات خپاره کړي دي. ذوالفقار امید، د حرکت روښنایي یو مخکښ غړی چې ادعا کوي د حمزه د بند څخه د خلاصون وروسته ورسره خبرې کړې دي، په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي: “د هغه ټول غاښونه یې د امبور او چکاشو سره کش کړي، د ضربو له امله د هغه هاضموي سیستم کار نه کوي…”

ځایي سرچینې تحول ته وایي، چې حمزه وروسته له خوشي کېدو د طالبانو له زندان څخه ایران ته تللی و او اوس تازه راستون شوی و.

د دوه سرچینو چې په وروستیو میاشتو کې د حمزه سره یو ځای ژوند کړی، تحول ته وویل چې هغه په خپل کور کې د “میجان” په کلي کې، چې د دایکندۍ ولایت د خدیر ولسوالۍ پورې اړه لري، وفات شوی دی.

ځایي سرچیني چې د امنیتي ستونزو له امله یې نه غواړي نومونه یې خپاره شي، پرون(سه شنبې‌، د سلواغې ۲مه/ ۲۱ دجنوری) تحول سره خبرې کړي دي او ویلي یې چې حمزه الفت پدې وروستیو کې له ایران څخه راستون شوی و او دوه شپې وړاندې ناڅاپه په خپل کور کې حالت خراب شو، بې هوښه شو او څو شیبې وروسته وفات شو. د سرچینو له قوله، د هغه دوستان چې د هغه په کور کې د لیدنې لپاره ورغلي و هم هلته موجود و.

د حمزه الفت جسد دو شنبې‌ (۱ د سلواغې) په “میجان” کلي کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د دې مدني فعال مړینې، چې درې میاشتې وروسته له بند څخه خوشي شوی و، ډیرې غبرګونونه هم پیدا کړي دي.

ریچارد بنت، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی، د دې مدني فعال د مرګ د څرنګوالي د څېړنې غوښتنه کړې ده. بنت په یوه پوسټ کې د مرغومی ۳۰مه (۱۹ د جنوري) ویلي دي: “دا ډېره اندېښمنه خبره ده او اړتیا لري چې وڅېړل شي او حساب ورکول شي.”

د بشري حقونو څار سازمان کې د افغانستان څېړونکې فرشتې عباسي، د حمزه الفت د مړینې په اړه غبرګون ښودلی او ویلي: “زه باور نشم کولی چې هغه نور زموږ سره نه دی. حمزه یو حیرانیتیا وړ کس و چې په دشت برچي کې د ښځو د اعتراضونو سره یې ملاتړ وکړ.”

ځینو مدني فعالانو هم په ټولنیزو رسنیو کې د دې مدني فعال د مرګ غبرګون ښودلی دی او هغه د زندان له خلاصون وروسته د طالبانو د حکومت د مخالفو نظرونو پر وړاندې د شدیدې ځپلنې ښکاره بېلګه بللې ده.

حمزه عارفی‌زاده، چې د حمزه الفت په نوم شهرت درلود، ۳۱ کلن او د افغانستان یو مدني فعال و. هغه د روښنايي او تبسم غورځنګونو غړی و او د دې دواړو غورځنګونو د اعتراضونو برخه اخیستې وه. د طالبانو د حکومت په راڅرګندېدو سره، الفت د ښځو د حقونو په ملاتړ د کابل په لویدیځ کې د اعتراضونو برخه اخیستې وه.

ورته موضوعات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button