افغانستان

د خپلواکي جبهه د مشترتابه غړی: ۳۴۸ بریدونه مو د طالبانو پر ضد کړي دي

داود ناجي، د خپلواکي جبهه د مشرتابه غړی، د دې جبهې له خوا د طالبانو پر ضد د ۳۴۸ بریدونو ترسره کیدو خبر ورکوي.

ښاغلي ناجي نن (چهارشنبه ۱۲ د مرغومی/ ۱ جنوري) په ایکس (پخوانۍ ټویټر) کې لیکلي چې د دې جبهې د ځواکونو په بریدونو کې ۸۶۴ طالب جنگیالیو، په ګډون د طالبانو درې قوماندانان، وژل شوي او ۸۹۴ نور ژوبل شوي دي.

د ناجي په وینا، دغه بریدونه په کابل، پنجشیر، پروان، کاپیسا، قندهار، هرات، بغلان، بلخ، لغمان، فاریاب، کندز، بدخشان او تخار ولایتونو کې ترسره شوي دي.

ناجي زیاتوي چې د دې جبهې پورې تړلي بریدونه به په ۲۰۲۵ کال کې هم په قوت سره ادامه وکړي.

خپلواکي جبهه د طالبانو پر ضد یوه نظامي مخالفه ډله ده چې کله ناکله په طالبان باندې چریکی بریدونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button